د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي پرون وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د حق موضوع تعقیبوي.
ريیسي چې یوې خبري غونډې ته غږېده، وویل د افغانستان لپاره د ده د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قًمي خبرې او تعقیبي ناستې سبب شوې چې افغانستان ته د ایران پلاوی لاړ شي او د هلمند سیند د اوبو اندازه له نږدې وویني.
د ارزګان ولایت په دهراود کې د هلمند سیند په یوه سرچینه کې د ایران د تخنیکي پلاوي له لوري د اوبو د اندازې له کتلو وروسته کاظمي قمي ومنله چې سږ کال د اوبو اندازه د عادي او نورمال کلونو پرتله کمې دي.
د دغه پلاوي له سفره وروسته ایراني چارواکو وویل چې باید د دوی تحنیکي پلاوي ته اجازه ورکړل شي چې هره میاشت د اوبو اندازه وګوري.
طالبانو تراوسه پورې د ایران د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.