طالبان: هره ورځ له ایرانه افغانستان ته ۱۲ سوه افغان کډوال ستنېږي

ارشیف: له ایرانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو د حکومت د کډوالواو بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران څخه په متوسط ډول د ورځې ۱۲ سوه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره افغانستان ته راګرځي.

دغه وزارت پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روانې سنبلې له لومړۍ تر اوومې پورې څه باندې ۸۵۰۰ کډوال هرات او نیمروز ولایتونو ته راغلي دي.

ایران وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال دغه هېواد ته په غیر قانوني ډول ورغلي دي.