د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: د طالبانو واک لاندې افغانستان امن شوی، خو د ښځو حقونه پکې نقض او بېوزلي زیاته شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا انتبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا، له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه په افغانستان د بشري وضعیت او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

اغلې اونتبایوا ویلي، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

هغې زیاته کړې، د طالبانو حکومت له خپلو ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان سره د سوادګریز اړیکو د پراختیا په برخه کې کار کوي، خو له رسمیت پیژندنې څخه لیرې دی .

اونتبایوا په دې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه ده او د بشري مرستو ډېره برخه له لویدیزو هېوادونو راځي.

هغې دا هم ویلي، چې لویدیز هېوادونه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ډېر ټینګار کوي.

واک ته طالبانو له ستنیدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي، نجونې له پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په ټولو نادولتي او په ډېر شمېر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.