تاجکستان: د وروستیو سېلابونو تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي

د تاجکستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

په تاجکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته پورته شو.

د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمېټې نن سه شنبه "د اګست ۲۹ مه" د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل، د کافرنهان له سېند څخه د لټون په عملیاتو کې د څلورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي، چې درې یې ښځې او یو يې نارینه دی.

د لټون له دې عملیاتو وروسته، دغې کمېټې اعلان وکړ چې جسدونه يې د نورو معایناتو لپاره روغتون ته لیږدولي دي.

د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې پرون ویلي وو، دغو ورښتونو د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې تلفات هم اړولي دي.

چارواکو د سېلابونو له کبله په دغو سیمو کې د لارې او سړکونو د ویجاړیدو خبر هم ورکړی و.