ایران: عراق راسره زموږ د مخالفو کردانو بې وسلې کول منلي

د یوه کردي وسله وال تصویر - ارشیف

ایران او عراق په ګډه توافق کړی، چې د عراق په شمال کې د ایراني کردانو مخالفې ډلې بې وسلې کړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو پرون دوشنبه د دې توافق خبر ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په یوې خبري غونډه کې وویل، د عراق حکومت توافق کړی چې" د سپټمبر تر ۱۹ مې به د دوی په خاوره کې مېشتې وسله والې ډلې بې وسلې کړي" او بیا يې له خپلو پوځي اډو وباسي او هغو کمپونو ته به يې انتقال کړي، چې د عراق د حکومت له خوا ټاکل شوي دي.

د ایران او عراق ترمنځ دا توافق په داسې حال کې دی، چې د ایران سپاه پاسدارن انقلاب اسلامي له دې وړاندې د عراق په شمال کې د کردانو پر مرکزونو د توغندویو او ډرون الوتکو بریدونه کړي وو.

تهران دا کردان تورن کړي وو، چې د ایران دننه په ناکراریو کې لاس لري.