د اوکراین په خیتځ کې د روسیې د بریدونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږ پنځه ملکیان وژل شوي دي.
یوه سیمه ییز چارواکي، نن "د اګست ۲۹ مه" وویل، په ختیځ او سویل دواړو خواوو کې جګړه روانه ده او اوکرایني ځواکونه د ستراتېژیک ښار میلیتوپول پر لور پر مخ روان دي.
د دونیتسک سیمه ییز والي پاولو کیریلینکو نن وویل، "روسانو د دې سیمې پنځه اوسیدنکي ووژل" او څلور نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، په ماریوپول او ولنواس کې هم قربانیان شته، خو شمېر يې معلوم نه دی.
د ملکیانو له دې مرګ ژوبلې راپورونه په داسې حال کې دي، چې پرون د پولتاوا په خیتځه سیمه کې پر یوې فابریکې د روسیې د توغندیو په برید کې درې ملکیان وژل شوي وو.
یوکس د خرسون په جنوبي ښار کې هم وژل شوی دی .