فرانسه: محافظه کارانو په ښوونځیو کې د اسلامي لباس د منع کیدو پریکړه وستایله

د فرانسې په ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو دود شوی لباس - ارشیف

په فرانسه کې محافظه کارانو د دوشنبې په ورځ د حکومت د هغې پریکړې ستاینه وکړه، چې په عامه ښوونځیو کې د "عبایه" یا اوږدې چپنې اغوستلو منع کړل، مګر ځینو بیا په دې اقدام نیوکې او ملنډې کړي.

فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې په دولتي ښوونځیو کې د کاتولیک کلیسا د سمبولونو کارول د سختو قوانینو په تصویب او پلي کولو سره لیرې کړي، خو په وروستیو لسیزو کې د مسلمانانو د شمېر په زیاتېدو سره د اسلامي سمبولونو په اړه د ورته قوانینو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

په فرانسه کې د سیکولریزم سخت انګیرنه، چې د "laïcité" لائیستیه په نوم یادیږي، یوه حساسه مسله ده، او د هغې د پلي کولو په اړه شخړې ډیری وختونه د تاو تریخوالي لامل کیږي.