روزا اتونبایوا: افغانستان کې بېوزلي خورا زیاته او د بشري مرستو لوی شرط د ښځو د حقونو ورکړه ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا وايي، په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه ده او د بشري مرستو ډېره برخه له لوېدیځو هېوادونو راځي.

هغې دا هم ویلي چې لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ډېر ټینګار کوي.

نوموړې د ازادي اروپا راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې عربي هېوادونه یوازې په ځینو دیني مناسبتونو کې مرستې کوي.

انتبایوا وویل: "په افغانستان کې د بې وزلۍ او محرومیت کچه ډېره لوړه ده او کله، چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مرسته وغواړئ، یواځې لوېدیځ هېوادونه په دې برخه کې مرسته کوي، نور نه. ځینې عربي هېوادونه او نور په مذهبي مناسبتونو کې مرسته کوي. نو ډېره مرسته له لویدیځو هېوادونو څخه کېږي دا هېوادونه غواړي، چې د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړې حق بیرته ورکړل شي."

طالبانو واک ته له بیا راتګ وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او تر ثاني امر یې د ښځو او نجونو پر مخ پوهنتونونه هم تړلي دي.

په ډیرو کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو او موسسو کې د ښځو کار منع دی.