په تاجکستان کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي

په تاجکستان کې سېلابونو لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

په تاجکستان کې تر زورور ورښت او توپان وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي.

د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې نن د اګست په ۲۸مه ویلي چې دغه تلفات د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې اوښتي دي.

چارواکو ویلي چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د چارواکو په حواله لیکلي چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.