بېنیټ په جرمني کې له افغان فعالانو سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ وايي، په جرمني کې یې له یو شمېر افغان مدني فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ.

دا ډیالوګ د اروپایی ټولنې له خوا تنظیم شوی وو.

بېنیټ پرون په خپل پخواني ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده لیکلي چې خبرې په جرمني کې د افغانانو پر وضعیت، د یوه فعال په توګه د دوی لومړیتوب او د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې په اړه څرخېدې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز وویل چې د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان مسئله داخلي مسئله نه ده، بلکې یوه نړیواله مسئله او مسوولیت دی.

هغه زياته کړې چې د بحث ښځینه ګډونوالو ورنه غوښتي چې د دوی غږ بدرګه او لا پسې اوچت کړي.