زیلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د اوکراین لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د خپل هېواد لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې.

زیلنسکي دغه څرګندونې دغه هېواد ته د مهمو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه د اوکراین د لوېدیځو متحدینو له مهمو پرېکړو وروسته کړي.

زیلینسکي وویل: "یوه متحد نړۍ د هر بریدګر څخه قوي ده. د سپتمبر په میاشت کې به ډېر اتحاد رامنځته شي."

اخوا اوکرایني ځواکونو د روسیې وروستي هوايي بریدونه په شا تمبولي دي.

د اوکراین هوايي ځواک په خپل ټیلیګرام اکاونټ کې ویلي چې دوی د شنبې او یکشنبې په شپه په ټول هېواد کې د هوايي برید د خبرداری په اعلان سره څلور روسي کروز توغندي له منځه وړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک همداراز زیاته کړې چې دا راکټونه له ستراتیژیکو بم غورځونکو څخه توغول شوي دي.

خو د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز پرون په خپله یوه ورځنۍ غونډه کې په خپل لنډ پیغام کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې له ۴۰ زیاتې نښتې شوې دي.