نرندرا مودي فضا ته د هند د استولې بېړۍ نوم اعلان کړ

د هند فضایي بېړۍ

د هند صدراعظم نرندرا مودي وایي، د چاندرایان ۳ په نوم فضایي بیړۍ به چې د سپوږمۍ پرسطح کښیناستلې، “ شیوشاکتي” ونومول شي چې د هندوانود خدای شیوا د ځواک معنی لري.

مودي پرون په بنګلورکې د هند په فضایي ادارې ISRO کې کارکوونکو ته په یوه غونډه کې وویل:

" موږهغه کارکړی چې هېڅ هېواد نه وکړی. دا نوی هند، نه ډاریدونکی او متعهد هند دی."

د هند د چاندرایان فضایي بیړۍ، د تېرې چهارشنبې په ورخ د نوي ډیلي په وخت د ماښام په شپږو بجو د سپوږمۍ پرجنوبي قطب کې راکوزه شوه.

له دې مخکې د هند ورته هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه شوې وه.