امریکا له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړي

د امریکا متحده ایالاتو ویزه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره په کارکولو سره خپل ژوند په خطرکې اچولی و.

دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په خپله اېکس پاڼه کې چې مخکې ټویټرنومیده په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د امریکا ډیپلوماتیکو استازولیو د دغو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونو ته رسیدګي کړې ده.

سفارت ویلي، چې متحده ایالات به دې کارته دوام ورکړي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت چې طالبان یې په نیمایي کې پرافغانستان بیا واکمن شوي، له دې هیواده په ګډوډۍ کې له خپلو ځواکونو سره هممهاله په زرګونو افغانان واېستل.

خو ویل کیږي، چې تراوسه پورې په زرګونو افغانان په افغانستان کې دننه او ځینو هېوادونو کې د امریکا ویزو ته منتظر دي.

د هغو شمېرو له مخې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې خپرې کړي، له ۱۵۲ زره زیاتو افغانانو د ځانګړي مهاجرت ویزو غوښتنه کړې ده.