د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: بند امیر پارک ته نور ښځې نه شي تللی

بند امیر- ۲۰۲۰ کال

طالبانو په بامیان کې د بند امیرملي پارک ته د ښځو پرتلو بندیزولګاوه.

د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بامیان کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو دووکلونو کې ښځو اسلامي حجاب نه و مراعات کړی.

د هغه په وینا، اوس باید د دې کارمخه ونیول شي.

حنفي وویل: "دوه کاله موتجربه وکړه، د ازمویلي، بیا ازمویل خطا ده. په دغو دوو کلونو کې چا پرحجاب عمل ونکړ. له دې وروسته بند امیر ته ښځې او زموږ خویندې نشي تللی."

د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر له امنیتي ځواکونو او د بامیان له اوسیدونکي وغوښتل، چې د دغه بندیز په عملي کولو کې همکاري وکړي.

خو د جرمني خبري اژانس د راپورله مخې، د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي رسنیو ته ویلي، چې یواځې هغه ښځې به دې پارک ته له تلو منع کیږي چې اسلامي حجاب یې نه وي مراعات کړی.

له دې مخکې طالبانو پرښځو او نجونو د نورو بندیزونو په ترڅ کې پرهغوی له محرم پرته میله ځایونو، حمامونو، سپورټي ځایونو او لیرې سفرکولو هم یولړمحدودیتونه لګولي دي.

بند امیر،چې په ۲۰۰۹ کال ملي پارک نومول شوی، په دې وروستیو کې ډیرکورني او بهرني سېلانیان پرې ورمات دي.