ازبکستان کابل ته ۳۰ کسیز پلاوی استولی

د ازبکستان بیرغ

د ازبکستان یو پلاوی طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن پر ایکس شبکې یا ټویټر لیکلي، د دغه دېرش کسیز پلاوي مشري د ازبکستان د تجارت وزارت لومړی مرستیال ناظم خان خالمرادوف کوي.

اژانس زیاتوي، د غه پلاوی به د دوه ورځیني سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د اقتصادي او سوادګریز اړیکو پر پرختیا د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې وکړي.

ازبکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، خو د نورو هیوادونو په څیر يې د دوی حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف تیر کال ویلي وو، طالبانو سره تعامل د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندلو په مانا نه ده.