روسیې نن سهار وختي پر ماسکو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ.
د روسیې تاس دولتي اژانس خبر ورکړ، چې د دې برید له امله د ماسکو په درېیو اصلي هوایي ډګرونو شیریمیتووا، دیمودیدوا او ونوکوفوا کې الوتنې د دوو ساعتونو په مخ وځنډول شوې.
د ماسکو ښاروال سرګي سوبینین وایي، چې یوه ډرون الوتکه د ماسکو د ایترینسکي په فضا کې نسکوره شوه.
دا سیمه د کرملین د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده.