په لومړي ځل د څلورو هېوادونو ستورمزلي یوځای د فضا پر لور روان شول

د فضا یو اړوند تصویر

د څلورو هیوادو ستورمزلي نن د نړیوال فضایي مرکز پر لور روان شول.

دوی به د ( سپیس ایکس) سپوږمکۍ په مرسته سبا مدار ته ورسیږي.

دا کسان به په فضایي مرکز کې د څلورو نورو فضانوردانو ځای ونیسي، چې د مارچ له میاشتې راهیسې هلته دېره دي.

د امریکا د فضایي تحقیقاتي مرکز یو غړی نن له یوه ډنمارکي، یوه جاپاني او یوه روسیي سره یوځای په فلوریدا کې له کنیډي فضایي مرکز څخه د فضا پر لور روان شول.

دا لومړی ځل دی، چې فضا ته د څلورو مختلفو هیوادو اتباع یوځای سفر کوي.