متحده ایالات: د طالبانو زورواکۍ د افغانستان ننګونې لا پسې زیاتې کړي

د طالبانو د تاوتریخوالي یوه څنډه - ارشیف

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده‌ایالاتو ماموریت وايي، د طالبانو زورواکو پالیسیو هغه ننګونې لا پسې زیاتې کړي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي.

متحده‌ایالاتو دا خبره، د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو سازمان ترمنځ د عمومي غونډې له پرېکړه‌لیک د هرکلي په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو زورواکۍ د مرستندویه موسسو هغه وړتیا محدوده کړې چې زیانمنو ته مرستې ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري بحران په حل کې مرسته او له افغانانو ملاتړ د متحده‌ایالاتو یو عاجل لومړیتوب دی.

د طالبانو حکومت تېر کال په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه چې له امله یې یو ډېر شمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او یا یې هم محدود کړل.

تر خوا یې په طالبانو نیوکه کېږي، چې د بهرنیو موسساتو په مرستو کې لاس‌وهنه کوي او له همدې امله د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون؛ څو ځل یو شمېر موسسو خپلې بشري مرستې په یو شمېر ولایتونو کې ودرولې.

خو د طالبانو حکومت دا موضوعات ردوي.