ټرمپ د ۲ لکو ډالرو په ضمانت له زندانه خوشې شو

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجیا د اتلانتا په فولټن زندان د ۲ لکه ډالرو د ضمانت په وثیقې ازاد شو.

ټرمپ د تورونو د اورېدو لپاره زندان ته ورغلی و.

هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی او زیاته یې کړه چې د هغه حق دی د ټاکنو پایلې وننګوي.

ټرمپ تازه له دوه نیمو کلونو وروسته یو وار بیا ایکس شبکې ته چې پخوا ټوېتر نومېده راستون شوی.

هغه په خپل اولني بیان کې د خپل عکس په خپرولو سره لیکلي: «د ټاکنو مداخلې، هېڅکله مه تسلیمیږه!»

د راپورونو له مخې، د ټرمپ همدا عکس په زندان کې هغه ته د تورونو د بیانولو پر وخت اخیستل شوی.

په جورجیا کې په ټرمپ باندې دعوه شوې چې د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره یې هڅه کړې ده.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند هم دی.