د طالبانو حکومت: ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان- پاکستان ترمنځ د تګ راتګ یوه مشهوره لاره - تورخم

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته راستانه شول.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کسانو کې ۸۱۵ تنه په خپله خوښه راستانه شوي خو ۱۳ نور د پاکستان له محبسونو خوشي شوي او افغانستان ته دیپورټ شوي دي.

له راستنو شویو کسانو سره د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) د ضروري شیانو مرسته کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه ۲ زره ۵۸۹ افغان کډوال خپل هیواد ته راغلل.

په اسلام کلا کې سرحدي مسوولان وايي، چې ۱۰۶۲ تنه راستانه شوي افغانان یې د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره معرفي کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ له اګست راوروسته، چې طالبان واک ته رسیدلي، یو میلیون او ۶ لکه افغانان ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.