پاکستان: د یو شمېر سختو ناروغیو د درملو بیه لوړه شوې

د پاکستان یو درملتون - ارشیف

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ، چې په دغه هیواد کې د حیاتي ناروغیو د درملو بیه څه باندې ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.

د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې ویلي چې حکومت د سرطان په شمول د حیاتي ناروغیو د بیې لوړېدا تصویب کړې ده.

پر سرطان سربېره د وینې د لوړ فشار، تبې، ساتنګۍ او نورو ناروغیو درمل هم په هغه لیست کې شامل دي، چې بیې یې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

د پاکستان د درملو د تنظیم د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سرطان د بورتیزومپ د پېچکارۍ بیه ۱۷ زره ۵۱۳ روپۍ لوړه شوې ده.

ډیری افغانان هم د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.