د افغانستان ازادۍ جبهې د کابل په شمال کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهې غړي ادعا کوي چې د کابل په شمال کې یې د طالبانو د حکومت دوه وسله‌وال ځواکونه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه چریکي برید تېره شپه یوه نیمه بجه د کابل-پروان په دروازه کې د طالبانو پر وسله‌والو ځواکونو شوی دی.

دغه دروازه د شمالي قره باغ اړوند ده.

د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سیمې ته د خپلواکو سرچینو د نه لاسرسي له کبله ازادي راډیو دا ادعا نه شي تاییدولی.