افغاني سرې مياشتې ټولنې ۱۴ په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي

ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې پرون چهارشنبې یې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۴ نور ماشومان د عملیاتو او درملنې لپاره په پلازمېنه کابل کې یوه روغتون ته ور وپېژندل.

دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه کې چې پخوا ټویټر نومېده د دې خبر ترڅنګ په یوه خپره کړې ویډیو کې د یوه پلار چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته خپل کوچنی ماشوم یې له شبرغانه له ځان سره د دې ټولنې دفتر ته وړی خبرې هم خپرې کړې چې وایي، د خپل ماشوم د درملنې وس یې نه درلود.

هغه ویلي: "دغه مرسته چې سره میاشت یې له موږ سره، له خلکو سره کوي، واقعاً یو ښه کار دی ځکه دغه درملنه زموږ د بې‌وزلو خلکو له وسه پورته خبره ده. موږ د سرې میاشتې له دغو زحمتونو د زړه له کومې مننه کوو."

په دې ویډیو کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې یو مسوول وایي چې تر اوسه یې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د په زرګونو ماشومانو درملنه په وړیا توګه کړې، خو په ورته ناروغۍ د اخته نورو په زرګونو ماشومانو د درملنې لپاره له خلکو غواړي چې ورسره مالي مرسته وکړي.