ډبلیو ایچ او: ښايي ۸۷۵ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي

ارشیف: په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشوم.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي چې په افغانستان کې به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي که د مخنیوي لپاره یې لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي.

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګې په خپله ایکس پاڼه کې چې پخوا ټویټر نومېده، د دې خبرداري ترڅنګ دغه راز ویلي چې په دې هېواد کې په زرګونو ماشومان او د هغوی کورنۍ هره ورځ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او ژوند په سختۍ تېروي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د خپلو مهمو شریکانو په مرسته به د روان میلادي کال په دوهمه نیمایي کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په وړاندې کولو سره هڅه وکړي چې د بېړنیو روغتیایي ستونزو مخه ونیسي.

د دې سازمان په وینا سږ کال یې په دې هېواد کې ۱۴ میلیون وګړي د روغتیایي مرستو لپاره په نښه کړي چې د دغو وګړو له ډلې اته میلیونه او څلور لکو ته یې د د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستې رسولي دي.