د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو له امله د سېلابونو د بهېدو اټکل شوی

ارشیف: په ننګرهار کې له باران وروسته سېلاب راغلی چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم سر له سبا د اوونۍ تر اخره په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ورښتونو له امله د سېلابونو د بهېدو امکانات شته.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په دغو ولایتونو چې ورښتونه او د واورو د ویلو کېدو امکانات په‌کې لیدل کېږي، له خلکو غوښتې چې د سیندونو له غاړو د سېلابونو په وخت ژر تر ژره ځانونه خوندي ځایونو ته وباسي.

د اوړي په پيل کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر پنځوسو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.