​​​​​​​افغانستان د فوټبال په سیالۍ کې ایران ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ایران ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن د مرکزي اسیا یا کافا اتلولیو په ترڅ کې ترسره شوه، افغانستان د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یو یو ګول ترسره کړ او په دې سره یې د ایران پیاوړې لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه بریا ده.

افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې قرغزستان هېواد ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه، خو کوربه تاجکستان ته یې بیا درې د یو پر وړاندې بایللې وه.

ټاکل شوې چې افغانستان خپلې راتلونکې دوه سیالۍ له ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.