هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ د نوي ډیلي په وخت نن مازدیګر شپږ بجې او څلور دقیقې کېنوله.
ساینسپوهان وایي چې ښایي هلته کنګل شوې اوبه او ارزښتمن عناصر وموندل شي.
سپوږمۍ ته د هند دا ماموریت څو ورځې وروسته تر دې بریالی شو چې د روسیې ورته ماموریت ناکامه شو.
د هند یوه پخوانۍ هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه شوې وه.