په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سیمو سل‌زره کسان امن ځایونو ته انتقال شوي

له سېلاب ځپلو سیمو څخه امن ځایونو ته د لېږدول شوې یوې پاکستانۍ کورنۍ غړي.

د پاکستان د بېړنیو خدمتونو ادارې نن اعلان کړی چې د پنجاب ایالت د سېلاب ځپلو سیمو څخه شاوخوا سل زره کسان امن‌ ځایونه ته انتقال شوي دي.

وروستیو سېلابونو د پاکستان په پنجاب کې په سلګونه کلي او په زرګونه هکتار زراعتي ځمکو ته زیان رسولی دی.

دا سېلابونه هغه مهال راووتل چې د اګست په ۲۰مه د سوټلاج د سیند د اوبو کچه لوړه شوه.

د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو اعاد کړې چې هندي چارواکو له سختو بارانونو وروسته د مخزن اوبه سوټلاج سیند ته خوشې کړې چې د دې سیند د اوبو کچه ورسره لوړه شوې ده.

په هند کې هم د وروستیو سختو وروښتونو له کبله سېلابونه راوتلي دي.