په هرات کې د اوبو یو لرغونی ژور کانال بیا فعاله شوی

د هرات په آسیاباد سیمه کې له دغه ژور کانال څخه به سلګونه کورنۍ ګټه پورته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایفه پي' په هرات ولایت کې د اوبو د یوه لرغوني ژور کانال د بیا فعاله کېدو خبر ورکوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سې شنبې پر ټولنیزې شبکې ایکس پاڼه کې ویلي چې د هرات په آسیاباد سیمه کې یې د اوبو دغه ژور کانال چې څو سوه پېړۍ تاریخ لري، بېرته رغولی او له اوبو څخه به یې په سلګونه کورنۍ ګټه پورته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې وچکالۍ د دې هېواد اکثره سیمې اغېزمنې کړي، د خوراکي مواد تولید یې ګډوډ کړی او خلک یې مجبوره کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان 'آی او ایم' تېره اونۍ ویلي و, چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.