د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي، د پوځ کوماندو او د سیمې خلکو هغه اته کسان ژغورلي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه لیرې پرتې سیمه کې د سیند د پاسه د کیبلي زانګو د یوه مزي د شلېدو له امله په یوه کابین کې بند پاتې وو.
کاکړ په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې بند پاتې شوې ټول ماشومان ژغورل شوي دي.
دا پېښه پرون سې شنبې سهار د خیبرپښتونخوا په بټګرام کې هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د سیند د پاسه د یوې ځوړنده زانګو یو مزی وشکېده.
له دغې زانګو څخه د ژغورنې په عملیاتو کې لومړی دوه ماشومان ژغورل شوي وو.
چارواکو ویلي وو، هڅه کوي چې بند پاتې ټول ماشومان او د هغوی ښوونکي خوندي راکوز کړي.