قمي: په کابل کې د بندي شوي ایراني خبریال د خوشې کېدو هڅه کوو

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، هڅه کوي چې په کابل کې بندي ایرانی عکاس او خبریال ژر تر ژره را خلاص کړي.

د راپورونو له مخې د ایران د تسنیم دولتي خبري اژانس یو عکاس او خبریال محمد حسین ولایتي د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

تسنیم مخکې ویلي وو چې دا خبریال یې په قانوني توګه افغانستان ته تللی وو او هلته یې لس ورځې هم تېرې کړې وې.

په افغانستان کې د یوه ایراني فوټو ژورنالیست د خلاصون لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه مرکه کې د سه شنبې په ورځ ویلي چې په کابل کې یې له خپل سفارت سره اړیکې نیولي او هغوی دا موضوع له طالب چارواکو سره مطرح کوي.

قمي هیله ښودلې چې د دغه ایراني خبریال د خلاصون په برخه کې خبرې نتیجه ورکړي.

طالبانو د محمد حسین ولایتي په نوم د ایراني خبریال د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تسنیم اژانس هم نیوکه کړې چې طالبانو د دوی خبریال له کوم وضاحت پرته نیولی او بندي کړی یې دی.