طالبانو د بشري سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري او د دوی حکومت عمومي عفوه په ټولنیزه توګه عملي کړې ده.

ښاغلي مجاهد نن دا خبره پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کړی ده.

مجاهد زیاته کړې، چې د انتقام اخیستنې ځینې شخصي او نامعلوم موارد شته او د طالبانو حکومت يې په جدي ډول پلټنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت نن ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي، چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانو چارواکو او وسله والو ځواکونو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي.

دا راپور، چې نن یوناما خپور کړی، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ مې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنې لاندې يې د تیر جمهوري نظام د چارواکو او وسله والو ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر اته سوه ډیرې پیښې ثبت کړې دي.

په دې کې د غیر قضايي وژنو، په خپل سر نیول او توقیف، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکیدو پیښې مستندې شوې دي.

په راپور کې راغلي، دا سرغړونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د تېر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو ته د عمومي بښنې اعلان کړی دی.