چارواکي: په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو د برید له کبله ۱۱ پوځیان وژل شوي

په وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني چاوراکو ویلي نن مشال راډیو ته ویلي، دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو شوی دی.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښودل په شرط مشال راډیو ته ویلي، له وسله‌والو سره په نښته کې د پوځ د یوه چارواکي په ګډون ۱۱ نور پوځیان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او سیمه اوسمهال د دوی په کنټرول کې ده.

تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د شولام خیسو په برید کې ۱۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولی ده.

په دې وروستیو کې په شمال او جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو بریدونه زیات شوي چې د ډېرو ورته بریدونو مسوولیت يې تحریک طالبان پاکستان مني.