زیلنسکي د سربیا له ولسمشر سره خپله لیدنه ګټوره وبلله

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او چپ لور ته د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د روغبړ پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، له خپل سربي سیال الکساندر ووچیچ سره يې پرانیستې، صادقانه او ګټوره لیدنه­ درلوده.

زیلنسکي نن پر خپلې ایکس شبکې يا پخوانۍ ټویټر دا خبره کړې او زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو منشور د درناوي، د پولو د ساتنې او زموږ د ملتونو د راتلونکې په اړه په ګډ اروپايي کور کې ښې خبرې وشوې."

د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې د دوه ارخیزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.

سربیا د مسکو پخوانی متحد او د لودېدیځ له هغو بندیزونو سره چې پر روسیې يې لګولي دي خپل مخالفت څرګند کړی دی.

دا بندیزونه پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په ځواب کې لګول شوي دي.