له زده کړو محرومو شاوخوا ۱۵۰۰ افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې

په کابل کې د پاملرنې موسسې دفتر

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، شاوخوا یو نیم زر له زده کړو محرومو نجونو ته چې په‌کې لسګونه معلولې نجونې هم شته زده کړې ورکوي.

پاملرنې په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي د چټکو زده کړو دا محلي ټولګي له اغا خان بنسټ، کاتولیک خدمتونو بنسټ او سېف دې چلدرن یا د ماشومانو د ساتنې موسسې سره په ګډه مخته بیايي.

دې موسسې ویلي چې دغو نجونو هیڅکله رسمي زده کړې نه دي کړي او له ډېرو محرومو خلکو دي او د چټکو زده کړو په محلي ټولګیو کې تر شپږم ټولګي زده کړې کولای شي.

پاملرنې موسسې ویلي چې له ډېرو ننګونو سره سره لا هم دا نجونې په خورا لېوالتیا زده کړو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعلیم بندیز لګولی او په ځینو ولایتونو کې یې له شپږم ټولګي ښکته ښوونځي او ان د موسسو له خوا تمویلیدونکي محلي ټولګي هم بند کړي دي.