حقاني په پاکستان کې وروستۍ پېښې د دې هېواد کورنۍ ستونزې وبللې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي، په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله یې حل کړي.

حقاني دا خبره په ارزګان کې خلکو ته کړې ده.

هغه ویلي، که پاکستان ستونزې د زور له لارې هواروي د افغانستان او پاکستان ولسونو ته به زیان ورسیږي.

حقاني همدارنګه ویلي چې د دوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره ډپلوماتيکې اړیکې غواړي.

د پاکستان په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې ډېره مخینه نه لري.

حقاني د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د خبرو منځګړیتوب هم کړی وو او اوس یې ویلي چې دا مذاکرې په پاکستان کې د سیاسي بدلونو له کبله نتیجې ته ونه رسېدل.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د اکثرو بریدونو پړه په هغو وسله والو اچولې چې د دوی د ادعا په اساس له افغان خاورې ور اوښتي یا یې بریدونه له افغانستانه پلان کړي. هغه تور چې طالب چارواکو رد کړی دی.