د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو

ارشیف: د جلال اباد ښار یوه څنډه کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال

په افغانستان کې د یونېسف یو مسوول وایي چې په ۲۸ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ارتباطاتو مسوول کمال شا سید ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د کمپاین په ترڅ کې تر پنځو کلونو ښکته ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

هغه وایي، په پاتې پنځو ولایتونو کې یوه اوونۍ وروسته دا واکسین تطبیقېږي.

نوموړي زیاته کړه: "د شمالي حوزې په پنځو ولایتونو او ارزګان کې یوه اوونۍ وروسته کمپاین پلی کېږي."

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازېني دوه هېوادونه دي چې تراوسه په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس ریښې نه دي وچې شوي.

د روان ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې تراوسه د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.