چارواکو د مسکو د دوو لویو هوايي ډګرونو فعالیتونه بیا ځنډولي

د مسکو د یوه هوايي ډګر یوه څنډه

د مسکو دوو لویو هوایي ډګرونو وروسته تر هغه د الوتکو پروازونه او ناستې وځنډولې چې د روسیې دفاع وزارت وویل، د مسکو پر فضا یې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

روسي رسنیو د دغو هوایي ډګرونو د مطبوعاتي څانګو په حواله ویلي چې دوی نن دوشنبه دغه کار د پروازونو د خوندیتوب په هدف ترسره کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوایي مدافع ځواک یې د مسکو پر فضا د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

دغه وزارت ویلي چې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د اوکراین چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دا څویم ځل دی چې د مسکو هوایي ډګرونه د ورته احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د لنډ وخت لپاره فعالیتونه ځنډوي.