د کریمیا ټاپووزمه د تېلو له کموالي سره مخامخ ده

کریمیا کې د تېلو یو پمپ سټېشن

وروسته له دې چې اوکراین تېره میاشت د روسیې او کریمیا ترمنځ یوازېنی پل بمباري کړ، دا ټاپووزمه د تېلو له کموالي سره مخامخ ده.

د کریمیا اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، تېره میاشت د تېلو پمپونو تېل نه لرل.

روسیې په ۲۰۱۴ م کال کریمیا له خپلې خاورې سره وتړله او له هغې سره د ارتباط لپاره یې پل جوړ کړ.

د اوکراین پوځ د جولای په ۱۷ مه پر دغه پل بمباري وکړه، دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې د اوکراین له لوري پر دې پل دوهمه حمله وه.

روسیې د دې پل له لارې کریمیا ته تېل اونور ضروري شیان استوي.