د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیسو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د ماشومانو لپاه د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسین کمپاین به نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي.

د پولیو فري افغانستان په نوم ویبپاڼې پرون یکشنبې د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به د افغانستان له پنځو شمالي ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په جنوب کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اوونۍ وروسته یعنې د اګست په ۲۸مه پیل شي.

د روان م کال له پیل راهیسې، د پولییو پنځه مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي چې ټولې یې په ننګرهار ولایت پورې تړلې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې پولیو شته.