هالنډ او ډنمارک اوکراین ته ایف۱۶ جېټ جنګي الوتکې ورکوي

ایف۱۶ جېټ الوتکې

هالنډ او ډنمارک ویلي چې د ځانګړو شرایطو له پوره کېدو وروسته به اوکراین ته ایف ۱۶ جېټ جنګي الوتکې ورکړي.

اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول مرستو په تمه ده څو وکولای شي د روسیې د یرغل پر وړاندې دفاعي وړتیاوو کې رامنځته شوې تشه لرې کړي.

هالنډ اوکراین ته د ۴۲ او ډنمارک د ۱۹ جېټ الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده.

د روسي یا 'آر یو ایس آی' په نوم په بریتانیا کې دېره یوه څېړنیز مرکز تېر کال ویلي چې که د لوېدیځ یوکم شمېر جېټ الوتکې کولای شي د روسیې پر وړاندې د اوکراین د دفاع په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.