د طالبانو کورنیو چارو وزارت: پغمان کې ۴ انسان تښتوونکي وژل شوي

د کابل پغمان ولسوالي - ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو یې تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه انسان تښتونکي وژلي دي.

دغه وزارت پر خپله ټویټر یا ایکس پاڼه کښلي، په دې عملیاتو کې، چې د پُشت بادام په سیمه کې وشول، د محمدامین په نوم تښتول شوی کس خوشې شو.

نوموړی درې ورځې وړاندې یرغمل شوی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا له انسان تښتونکو سره په نښته کې د دوی ځواکونو ته تاوان رسیدلی که نه دی.

په دې اړه خپلواکو سرچینو تراوسه څه نه دي ویلي.