د امریکا استازی: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي

د ایران پولیسو په وروستیو کې د حجاب نه لرلو په نوم د ښځینه فعالانو بندي کول زیات کړي -ارشیف

د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي دفتر پرون په ایران کې په وروستیو نیونو عکس العمل وښود، ویې ویل: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي.

دغه دفتر په خپل ایکس یا ټویټر کې لیکلي: د سوله ییزو اعتراضونو په تړاو د ګڼو کسانو د نیول کېدو پر راپورونو اندېښنه لري او نړۍ دا ټول ویني.

په وروستیو څو ورځو کې د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د بشري حقونو او مدني ټولنې لږترلږه ۱۴ تنه فعالان نیول شوي دي.