روسیه: د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې برید مو په شا تمبولی

د اوکرایني الوتکې د په شا تمبولو ادعا په دغه سیمه کې شوې ده

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې د مسکو په شمال لویدیځ کې یې د اوکرایین د یوې بې پیلوټه الوتکې برید په شا تمبولی.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې دفاعي حرکت کې د روسیې د روسیې یوه جنګي الوتکه هم زیانمنه شوې ده.

د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې دا پېښه يو «ترهګريز بريد» بللی.

د راپورونو له مخې، که څه هم دا پېښه مرګ ژوبله نه لري، خو په نووګوورد سیمه کې په هوايي ډګر کې اور لګېدلی او هلته یې یوه ولاړه جنګي الوتکه زیانمنه کړې ده.