اوکراین: روسیې ته د ایران د ورکړو ۱۷ بې پيلوټه الوتکو ۱۵ مو وویشتل

پېښې ته منسوب تصویر

اوکرایني ځواکونو نن وویل، چې تېره شپه یې له هغو اوولسو بې پيلوټه الوتکو پنځلس ویشتلي دي، چې په ایران کې جوړې شوې دي او روسیي ځواکونه ترې کار اخلي.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې ده، چې د کریما ټاپوزمه پر سر یې په هوا کې د اوکراین یو توغندی شنډ کړی دی.

د اوکراین دفاع وزارت په ورځنۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه پنځلس ډرون الوتکې یې د اوکراین په ختیځ، شمال او لویدیځ کې ویشتلي دي.

د بې پيلوټه الوتکو تر حملو مخکې تقریبا په ټول اوکراین کې خلکو د خطر زنګونه اوریدلي وو.