تکواندو؛ افغانستان د نړیوال فیسټیوال په سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یوشمېر لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دوه کسي سیالیو کې په نیمه پایلوبه کې خپله لوبه وبايلله او د برونزو مډال یې وګاټه.

افغان لوبډله په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا پر وړاندې ماته شوه.

د افغانستان تکواندو فدراسیون وايي، د یادو سیالیو په ترڅ کې افغان تکواندو کارانو د لوبې تر وروستیو ثانیو ښه مبارزه وکړه، خو بریالي نشول.

د ویلو ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان د تکواندو ۸ـ کسیزه ډله د څو ټورنمنټونو د لوبولو لپاره جنوبي کوریا ته تللې چې تر ډېره یې ښې لوبې کړې دي.