د امریکایي پوهنتون دوه سوه افغان محصلان قطر ته رسيدلي

په کابل کې د افغان - امریکایي پوهنتون یو شمېر محصلینې - ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیرې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د دوه سوه افغان محصلینو د رسیدو خبر ورکړ.

دا پوهنتون اوس په قطر کې فعاله دی.

کرین ډیکر تېره شپه په ټویټر کې ولیکل، چې په دوحه کې د امریکایي پوهنتون دننه یې د دې محصلانو هرکلی ووایه.

اغلې ډیکر زیاتوي، چې متحده ایالات اوس هم د افغانستان دننه او د سیمې په هیوادو کې د سلګونو محصلینو ملاتړ کوي.

نوموړې وایي، چې افغانان عصري زده کړو ته اړتیا لري.

له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي ورپوته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده او څه باندې اته میاشتې وشوې چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.