پاکستان: ۲ مسیحیان د اسلام د سپکاوي په تور نیول شوي

د پاکستان پولیس - ارشیف

د پاکستان پولیسو نن وویل، د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې یې دوه مسیحیان اسلام ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

دا کسان وروسته له دې نیول کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ یو شمېر کسانو د پنجاب د فیصل اباد په جړانوالا کې د عیسویانو پر کورونو او کلیساوو بریدونه وکړل او هغو ته یې اور ورته کړ.

دوی وروسته له دې وپارېدل، چې په وینا یې دوو تنو مسیحیانو قرآنکریم ته بې حرمتي وکړه.

پولیس وايي، چې د مسیحیانو د کورونو او کلیساوو د سوځولو په تور یې تراوسه پورې ۱۲۸ تنه نیولي دي.