روغتیا نړیوال سازمان: افغان روغتیایي سیستم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی

د افغانستان یو روغتون - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان نن خبرداری ورکړ، چې د افغانستان روغتیايی سیستم د بودیجې له سخت کموالي سره مخامخ دی.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې له مرستندویانو غوښتي، چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره مرسته وکړي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو برخې ، په تېره بیا د دغه هیواد روغتیايي مرکزونو ته، چې د بندیدو له خطر سره مخامخ دي، د مرستو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

له بلې خوا، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه ویندوی وویل چې ښايي د روان اګست تر پایه په افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو مالي ملاتړ ودروي.

دا په داسې حال کې ده ،چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا وايي چې د مالي مرستو د کمېدو له کبله ګڼ شمېر ژوند ژغورونکي پروګرامونه درول شوي دي.

د اوچا د معلوماتو پر اساس، تر ۲۶۰ ډېر روغتیايي مرکزونو او ګرځنده کلینیکونو خدمات درولي چې له کبله یې ۲ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.