افغانستان سره د تېرو دوو کلونو مرستې؛ هندوستان: ۵۰ زره ټنه غنم مو لېږلي

افغانستان ته د هند د استولو مرستو یو اړوند تصویر

هند وايي، په افغانستان کې د بشري بحران له کبله د مرستو لپاره د ملګروملتو د غوښتنو په ځواب کې یې افغانستان ته تراوسه پورې څه باندې پنځوس زره ټنه غنم لیږلي دي.

هندي رسنیو پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ، چې د هند حکومت د ۴۷ زره ۵۰۰ ټنه غنمو ترڅنګ ۲۰۰ ټنه درمل هم استولي دي.

د هند دا مرستې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.

د هندي رسنیو پر اساس، د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام په وروستي ټویټ کې د هند پر دې مرستې ژوره خوښي څرګنده کړې ده.